د برما پولیسو ۷ مظاهره چیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي

برما کې پر مظاهره چیانو ډزې شوي

د برما پولیسو نن یکشنبه(د کب ۱۰مه) پر مظاهره چیانو ډزې کړي، اووه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي.

رویټرز اژانس راپور ورکړی پولیسو وروسته له هغه په مظاهره چیانو مخامخ ډزې کړي چې صوتي بمونو، اوښکو بهوونکو ګازونو او هوايي ډزو د هغوی د خورولو لپاره کار ورنه کړ.

په مرکزي ښار یانګون او ځینو نورو ښارونو کې د پولیسو له خوا دا زور زیاتی او په نتیجه کې یې د خلکو مرګ ژوبله تر ټولو خونړۍ او بې سارې بلل شوې ده.

خلک له څو اوونیو راهیسې د پوځي کودتا په غبرګون مظاهرې کوي او هر وار د امنیتي ځواکونو له تُند عکس العمل سره مخ کېږي.

په برما کې حالت د فبروري له لومړۍ راهیسې ګډوډه ده، ځکه پوځیانو کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او ګڼ نور دولتي چارواکي یې بندیان کړل.

د پوځ مشرانو د انګ سان سوچي په مشرۍ ګوند په پارلماني ټاکنو کې په درغلیو تورن کړ او د کودتا په مټ یې ټول واک په خپل لاس کې واخېست.

د برما پوځي چارواکو د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له غوښتنو سربېره د مظاهره چیانو ځپلو ته دوام ورکړی دی.