په جوزجان کې د ۲۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴ پرمختیایې پروژو کار بشپړ شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغو پراختیایي پروژو په پلي کېدو سره سلګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
نوموړي وویل چې دې پروژو کې د ۶.۴۵ کیلومتره ښاري برېښنا د شبکې غځول، ۴.۱ کیلومتره د اوبو رسولو یوه شبکه، ۲۶ د اوبو ویشونکي، د څښاک د اوبو ۷ څاه ګانو کیندل شامل دي.
دغه وزارت وایې، له دغو پروژو ۴۳۲۸ کورنۍ برخمنې شوي.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ۲.۱ متره استنادي دیوال جوړول، د ۸.۲ کیلومتره درېیمې درجې سړک جوړول. ۲ د برېښنا ټرانسفرمرونه لګول او د څښاک د اوبو د دوو زېرمو جوړول هم په دې پروژه کې شامل دي.