دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون پای ته ورسېد

دوبۍ

د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د ګلفوډ نندارتون د څه باندې ۱۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنیزو محصولاتو د تړونونو په ترلاسه کولو پای ته ورسېد.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه (د کب ۱۰مه) ازادي راډیو ته وويل چې د تړونونو ډېره برخه له هندوستان سره دي چې ټولیزارزښت یې ۱۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

په دغو تړونونو کې د څه باندې ۱۰۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې، د څه باندې ۴۳ میلیونه ډالرو په ارزښت مغزيات، د څه باندې ۱۳ میلیونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي او دغه شان د تازه مېوو او شاتو په برخو کې بېلابېل تړونونه له سعودي عربستان، اماراتو او نورو هېوادونو سره شوي دي.

دغه څلور ورځنۍ نندارتون نن پای ته ورسېد.

په تېرو کلونو کې هم د «ګلفوډ» له کلني نندارتونه افغان سوداګر په ټولیزه توګه د نږدې ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي وو، خو د کرونا وبا ترڅنګ سږ کال افغانستان لپاره د دغو تړونونو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.