دفاع وزارت: بغلان کې د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال وژل شوی

ارشیف، بغلان کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو د پوځي کمېسیون د مرستیال د وژلو ادعا وکړه.

دغه وزارت نن یکشنبه(د کب ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د قاري زاهد الله په نوم د طالبانو د پوځي کمېسیون مرستیال چې د طالبانو د ګمرک مسوول هم و، پرون له دوو نورو وسله والو سره په نهرین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هدفي حملو کې وژل شوي دي.

په دغو حملو کې د څلورو نورو وسله والو د ټپي کېدو، د دوی د یوې اندازې وسلې او مهماتو د تخریب خبر هم ورکړل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.