سعودي عربستان وايي پوځ یې پر پلازمېنه ریاض د میزائیلو د یوې حملې مخه نیولې ده.
په دې هڅه کې د یمن حوثي یاغیان ښکېل بلل شوي، خو دغې ډلې تر اوسه څرګندونې نه دي کړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون وویل چې دغه توغندی حوثي یاغیانو د ریاض او د جنوبي ولایت جازان پر لوري توغولی و. په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا هم زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴میلادي کال کې د یمن پر پلازمېنه او شمالي برخو ولکه ټینګه کړه او حکومت یې جلاوطنۍ ته اړ کړ.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵میلادي کال کې یو ائتلاف جوړ کړ چې په یمن کې یې د ولسمشر عبدالربه منصور هادي د بیا واکمنولو لپاره پوځي کمپاین کړ.