دین محمد: د امریکا -طالبانو د هوکړې له ټولو جزئیاتو نه یم خبر

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال وايي، د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې د هوکړې ګټه دا وه چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ یې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړه.

عزیز الله دین محمد د دوحې هوکړې د یو کلنۍ په ورځ ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د ملي مصالحې د عالي شورا د مرستیال په توګه دی هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له ټولو جزئیاتو نه دی خبر.

ښاغلي دین محمد دا هم وايي چې د امریکا د نوي حکومت له خوا به د دغه هوکړې په بیا کتنه کې هم ډېر بدلون رانه شي.

له نوموړي سره د ازادي راډیو خبریال مرکه کړې او په سر کې یې تر اوسه د افغانستان د سولې په برخه کې د دغه هوکوې د مؤثریت په اړه ترې پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له حاجي دین محمد سره مرکه