د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې نن شنبه (د کب ۹مه) یوې چاودنې، یو تن وواژه او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د دې مرګ ژوبلې علت د یوه مقناطیسي بم چاودنه وه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.