د روسیې د حکومت سلګونه مخالفو فعالانو او ځینو لویدیځو ډيپلوماتانو په مسکو کې د اپوزسیون د وژل شوي سیاستوال بورېس نیمڅوف په شپږم تلین کې ګډون وکړ.
دوی د کرملین په څو کیلومترۍ کې په هغه ځای کې چې نیمڅوف د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبروري په ۲۷ مه نېټه په ډزو ووژل شو، د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
د نیمڅوف تلین هر کال په مسکو کې د لاریونونو په ترڅ کې نمانځل کېږي، خو د کرونا د محدودیتونو په ترڅ کې پر لویو غوڼدو د بندیز له کبله سږکال فعالان د نیمڅوف لپاره د یوه مؤقت څلي په ځای کې راټول شول.
په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاندې ربېکا راس پر ټویټر لیکلي دي چې په دې مسکو کې د امریکا سفیر جان سولیوان د نیمڅوف قتل یو وحشیانه عمل بللی او هغه یې د روسیې یو سرسپارلی وګړی بللی دی.