له ۳۰۰ زیات کسان پر کانګرس د برید قضیه کې تورن پېژندل شوي

پر کانګرس د یرغل یو عکس

له ۳۰۰ زیات کسان د متحد ایالاتونو د کانګرس پر ودانۍ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د برید په قضیه کې تورن پېژندل شوي.

د امریکا مرستیال لوی څارنوال جان کارلین پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته وویل چې د قانون د تنفیذ ځواکونو لږ تر لږه ۲۸۰ تورن کسان نیولي دي.

کارلین زیاته کړه چې د تورنو کسانو په اړه تحقیقات په بې سارې چټکۍ سره روان دي.

ډېری تورن پر خواله رسنیو د بلواګرو په ډله کې د خپلو ویډیوګانو د خپرولو او هغو پوستونو پر اساس چې دوی خپل دا کار ویاړ بللی، نیول شوي.

د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو د برید پر مهال د پولیسو د یوه افسر په ګډون پنځه کسان ووژل شول.

له دې پېښې یوه اوونۍ وروسته، د استازو جرګې ښاغلی ټرمپ پر کانګرس د خلکو د برید د پارولو په تور استیضاح کړ، خو د فبروري په ۱۳ مه نېټه یې د سنا په استیضاحیه محاکمه کې برائت واخیست.