سوریه کې پر ایران پلوه ملېشو برید او تهران ته د واشنګټن خبرداری

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن وایي، د سوریې په ختیځ کې پر ایران پلوه ملېشو هوایي برید ته باید تهران د یوه خبرداري په سترګه وګوري.

بایډن پرون جمعه (د کب ۸مه) خبریالانو ته په هوسټن کې وویل، له سزا ورکولو پرته ممکنه نه ده.

تر دې څرګندونو مخکې پرون د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په سوریې کې د شوي بمبارۍ په اړه وویل: "لکه څرنګه چې موږ تېره شپه څرګنده کړه او د ولسمشر بایډن په امر چې ښکاره یې ویلي دي چې دی به د امریکایانو او د ایتلاف د غړیو ساتنه کوي، همدا راز به په سیمه کې زموږ امنیتي ګټې خوندې کوي."

د امریکا دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په سوریې کې بمباري وکړه او ویې ویل چې دا د روانې میاشتې په پیل کې د توغندیو هغه برید ته ځواب و چې په عراق کې پر یوې اډې، چې په کې امریکایي او ایتلافي ځواکونه وو، شوی دی.

د دې برید د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.