د سالنګ لویه لار د درنو او ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د فواید عامې وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شناس تېره شپه ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د سالنګ لار د وړو موټرو لپاره له دواړو لوریو پرانېستې ده. دا وسایط کولی شي چې چاین وتړي او سفر وکړي. دا لار یوازې د ټیلري او درنو موټرو پر مخ تړل شوې ده."
په سالنګ کې درنه واوره شوې ده.
واوره د پنجشنبې ماښام پیل شوه او تر پرون غرمې پورې کله دریدله او کله وریدله.