د زابل امنیه قوماندان وایي، د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې یې د خلکو د ادعاو پر بنسټ پر یوې ماشومي په جنسي تیري تورن کس نیولی دی.
خلکو ویلي چې دا کس د پولیسو سرتیری دی.
د زابل امنیه قوماندان په دې اړه وايي:"که دا شخص یا دا سرباز چې ادعا پرې موجوده ده څه پرې ثابته شي او په قضیه کې کسب د الزامیت وکړي، زموږ ولسونه دې په دې ډاډه اوسي چې د ده په حصه کې به جدي او قانوني برخورد کېږي او هېڅ ډول ګذشت او تعلل به نه لرو."
د زابل د شاه جوی ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي جمعه ادعا کړې وه چې د سیمي یوه پولیس پر یوې لس کلني نجلۍ جنسي تېری کړی دی.
دوی د دې پېښې په غبرګون مظاهره هم وکړه او د څو ساعتونو لپاره یې د شاه جوی ولسوالۍ بازار تړلی و.