روسیه: داعش او نشه يي توکي دوه لویې اندېښنې راته له افغانستانه متوجه دي

ارشیف، داعش وسله وال

داعش او مخدره مواد د روسیې لپاره دوه لویې اندېښنې ګڼل کېږي.روسي چارواکي وايي، دا دواړه ګواښونه له افغانستانه ور ته متوجه دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له افغان سیال محمد حنیف اتمر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې په دې مسئلو غږېدلی دی.

لاوروف ویلي: "داعش ډله د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې د وضعې د ګډوډۍ د پام وړ عامل دی. ګورو چې دا ډله د افغانستان د شمالي ولایتونو په شمول د خپل نفوذ د زیاتولو هڅې کوي، څو بیا منځنۍ اسیا کې خپل فعالیت زیات کړي. موږ همدارنګه د مخدره موادو په تولید او قاچاق اندېښنه وښوده چې پرې ترهګرې ډلې تمویلیږي. متاسفانه افغانستان د نړۍ ۹۰ فیصده تاریاک تولیدوي. موږ لېواله یو چې له افغان چارواکو سره د دې ګواښ په له منځه وړلو کې همکاري وکړو."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له افغان سیال محمد حنیف اتمر سره

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعش او ځینو نورو بهرنیو ترهګرو فعالیتونو لا له وړاندې د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي.

وروستی وار د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې میاشت وړاندې شوې وه، د هغو وسله والو شمېر مخ په زیاتېدو بلل شوی و چې د سوريې او عراق له جګړو افغانستان ته راغلي.

په دغه سازمان کې د سیمه ییزې ترهګرۍ ضد برخې مسوول جمعه خان غیاسوف په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو مخ په زیاتېدونکی فعالیت د سیمې په تېره بیا منځنۍ اسیا لپاره یو لوی ګواښ یاد کړ.

د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح وړمه ورځ په خپل ټوېټر یو متن او عکس خپور کړی و.

هغه ادعا کړې وه چې عکس د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ د یوه غړي دی چې له القاعده سره یې د لېوالتیا په خاطر یې خپل نوم اسامه اېښی او همدا شېبه په بدخشان کې د طالبانو په لیکو کې جنګېږي.

د افغانستان په شمال په تېره بیا بدخشان کې څو واره امریکايي ځواکونو هم د منځنۍ اسیا د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره عملیات کړي.

په ترهګرۍ سربېره مخدره موادو هم روسیه اندېښمنه کړې ده.

له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې 'یو.اېن.او ډي. سي' د راپورونو پر اساس روسیې ته د افغانستان مخدره مواد په دوو مهمو لارو تېریږي. یوه د تاجکستان - قرغزستان - قزاقستان یا شمال ختیځ لار ده او بله یې منځنۍ لار ده چې د تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان له هېوادونو تېریږي.

په تېرو کلونو کې د هغو هیروئینو اندازه چې له دې لارو روسیې ته رسیدلي د کال له ۴۲ ټنو تر ۷۵ ټنو اټکل شوي.

افغان حکومت بیا چې د روانې جګړې یو لوی عامل د مخدره موادو کاروبار یادوي ټینګار لري چې که سوله راشي د مخدره موادو او بهرنیو ترهګرو ګواښونه له منځه ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په مسکو کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ګډ کنفرانس کې وویل: "زه غواړم بیا هم پر دې تاکید وکړم هغه اندېښنې چې جناب وزیر صاحب 'د روسیې د بهرنیو چارو وزیر' مطرح کړلې مخصوصاً د داعش په هکله، د امنیت په هکله او د مخدره موادو په هکله هغه مشترکې اندېښنې وګڼم. که طالبان خپل تعهدات د اوربند په هکله او د یو جامع سوله ییز موافقتنامې په هکله ترسره کړي دا اندېښنې کولای شو ډېر ژر له خپل مُلکه لېرې کړو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی اتمر د افغان سولې او ثبات په مسایلو سربېره له مخدره موادو سره د مبارزې په ګډو لارو چارو د بحث لپاره مسکو ته سفر کړی دی.

افغان حکومت په دې باور دی چې د سیمې هېوادونه باید له مخدره موادو سره د مبارزې او هم د ترهګرۍ د ګواښونو په له منځه وړلو کې هر یو له افغانستان سره مرسته وکړي او دا هېواد ځان ته پرېنه ږدي.