د تښتول شوي عبدالرؤف پلار: ولسمشر غني مې د زوی د ژر خوشې کېدو ډاډ راکړ

د عبدالرؤف د خوشې کېدو لپاره په مزار شریف کې اعتراضونه او د عدالت غوښتنې غونډه

په بلخ ولایت کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرؤف پلار وايي، ولسمشر اشرف غني ډاډ ورکړی چې زوی به‌یې ډېر ژر خوشې شي.

د عبدالرؤف پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني پرون، له ده سره په کتنه کې دا ژمنه وکړه.

ښاغلی نبي زیاتوي: "ما پرون پنجشنبه له ولسمشر سره ولیدل. ښه لیدنه وه. هغه ژمنې چې له موږ سره‌یې وکړې هیله بخښونکې وې. راته ویې‌ویل چې د دې ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات روان دي او په نږدې راتلونکي کې به عبدالرؤف جان خوشې شي."

نهه کلن عبدالرؤف نږدې څلور میاشتې مخکې په مزار شریف کې وتښتول شو او که څه هم د هغه کورنۍ د لویو لارو تر بندولو پورې ډېر اعتراضونه وکړل، خو د دې ماشوم د برخلیک په اړه تر اوسه هېڅ معلومات نه‌شته.