په غور کې د وژل شوي خبریال بسمالله عادل کورنۍ د خپلې کورنۍ د هغو درېیو غړو مړي د ولایت دروازې ته راوړي چې تېره شپه په یوه برید کې ووژل شول.
د عادل کورنۍ وايي تر هغه چې د دې وژنې مسؤل کسان د قانون پنجو ته ونهسپارل شي خپل مړي به له هغه ځایه لیرې نهکړي.
بسمالله عادل د غور غږ راډیو مسؤل مدیر او خبریال و چې څو اوونۍ مخکې په مرکز فېروزکوه کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو ووژل شو او تېره شپه یوې وسلهوالې ډلې د هغه پر کور برید وکړ.
د کورنۍ پلار ګل محمد عادل ولسي پاڅونوال په دې برید ګرم بولي، خو د غور امنیه قوماندان عبدالقادر وليزاده وايي دا برید طالبانو کړی.
ښاغلی وليزاده زیاتوي: "درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د طالبانو له حملې وروسته دوی امنیتي ځواکونو ته زنګ وواهه. کله چې امنیتي ځواکونه هلته رسېږي ويني چې طالبان تښتېدلي دي."
ښاغلي وليزاده وویل چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د ولسي پاڅونوالو مشر امانالله بېګ او د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په دې برید کې د خپلو کسانو لاس لرل رد کړي دي.