جوزجان کې پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز له‌منځه یووړ

ارشیف، د افغان ځواکونو له لوري سوځول شوي نشه‌یي مواد

د جوزجان ولایت پولیسو د شرابو د تولید یو مرکز له‌منځه یووړ.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت وايي چې د جوزجان ولایت پولیسو د دې ولایت په مرکز کې د شرابو یوه کارخانه له ۱۵۰ لیټره تخمیر شويو کشمشو، ۴۰ لیټره شرابو او نورو وسائلو سره یوځای ویجاړه کړه.

د دې کارخانې مالک نه‌دی نیول شوی.