کابل کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه

آرشیف

په کابل ولایت کې څه د پاسه ۳۰ کیلو ګرامه هیروئین او ښیښه ونیول شوه.

په لومړۍ پېښه کې د کابل ولایت پولیسو د حوت میاشتې پر پنځمه نېټه د کابل ښار په شمالي دروازه کې ۱۷ کیلو ګرامه ښیښه ونیوله چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي او د کابل ښار ته‌یې قاچاق کوله.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پولیس وايي چې په دوهمه پېښه کې ۱۷ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول چې په سفري بکسونو کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې هند ته‌یې قاچاق کړي.

د دې دوو قضیو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.