امریکا د سوریې ختیځ کې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي

ارشیف، ۲۰۱۹ کال کې پر کتایب حزب‌الله ډلې هوايي حمله

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، د سوریې په ختیځ کې د عراق پولې ته نږدې یې د ایران پلوه ملېشو پر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.

پنټاګون پرون (د فبرورۍ په ۲۵مه) یوه خبرپاڼه کې وویل، دا هوایي ګزارونه د هغو راکټي بریدونو په ځواب کې شوي چې روانه میاشت په عراق کې د امریکایي او ائتلافي ځواکونو پر یوې اډې وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي "دا عملیات یو ښکاره پیغام لېږدوي، ولسمشر جو بایډن به داسې کار کوي چې امریکایي او ائتلافي پرسونل خوندي کړي".

د امریکا دفاع وزارت وایي، د هوایي بریدونو پر مهال د سوریې او عراق پر پوله څو هغه مرکزونه په نښه شوي چې د کتایب حزب‌الله او کتایب سیدالشهدا ډلو په ګډون ایران پلوه ملېشو کارول.

په هغه برید کې چې د فبرورۍ په ۱۵مه د ایربيل پر نړیوال هوایي ډګر وشو، د امریکا یو ملکي قراردادي ووژل شو او یو امریکایی او یو د ائتلافي ځواکونو سرتېری په‌کې ټپيان شول.

تر دې وروسته په بغداد کې پر یوې امریکایي اډې او دغه‌راز د امریکا پر سفارت د توغندیو برید شوی دی.