د غلام خان بندر له لارې د پاکستان لومړۍ صادراتي بسته تاجکستان ته ولېږدول شوه

ارشیف، د غلام خان بندر

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت تاجکستان ته، د غلام خان بندر له لارې د پاکستان د صادراتي مالونو د لومړۍ بستې د لېږد خبر ورکړ.

دغه وزارت پرون پنجشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو مالونو کې ۳۰ ټُنه سبزیجات، د غلام خان بندر له لارې افغانستان ته راوړل شوي، بیا د کندز ولایت له شېرخان بندره تاجکستان ته لېږدول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، د خوست غلام خان بندر په وروستیو کې د تجارتي او ټرانزیني مالونو پر مخ پرانیستل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه بندر د پرانیستل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تورخم بندر ترڅنګ غلام خان بندر د تجارتي مالونو د لېږد رالېږد د ودې سبب کېږي.