الکسي ناوالنۍ د مسکو له یوه بدنامه توقیف‌ځایه لېږدول شوی

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالنۍ د موتروسکایا تیشینا په نوم د مسکو له بدنام توقیف‌ځایه لېږدول شوی دی.

د ناوالنۍ مدافع وکیل وادیم کوبزیف پرون د نورو جزئیاتو ورکولو پرته په ټویټر کې دا اعلان کړی دی.

د روسیې د زندانونو مسؤلو چارواکو هم تأیید کړې چې د اپوزېسیون بندیوان مشر الکسي ناوالنۍ یوه بل زندان ته انتقال شوی، خو د نوي زندان د موقعیت په اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

د محبسونو د خدماتو د فدرال ادارې مشر الکساندر کلاشنیکوف نن جمعه وویل چې ناوالنۍ هغه ځای ته لېږدول شوی چې د محکمې د حکم په اساس باید د حبس وخت په‌کې تېر کړي، خو نوموړي په دې اړه څه ونه‌ویل چې د کرملېن دا منتقد سیاستوال چېرته بیول شوی دی.

د کرملېن منتقد ۴۴ کلن ناوالنۍ وروسته له هغې د جنورۍ پر ۱۹مه دغه بدنام توقیف‌ځای ته اچول شوی و چې یوه قاضي په بېړه ترتیب شوې محاکمه کې د ۳۰ ورځو لپاره په توقیف کې د ناوالنۍ د ساتلو حکم ورکړ.

ناوالنۍ له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

دی تر مسمومېدو وروسته چې ملامتي یې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین اچوي، جرمني ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.

کرملېن د مسمومولو په قضیه کې خپل دخالت رد کړی دی.

د روسیې یوې محکمې د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې ناوالنۍ د اختلاس په تور په درې نیم کاله تعلیقي بند محکوم کړ.

د فبرورۍ پر ۲۰مه‌یې د خوشې کېدو لپاره درخواست رد شو، خو په زندان کې د هغه تېر کړي وخت ته په پام سره‌یې د بند موده دوه‌نیمو کلونو ته راکمه شوه.