د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پښتو ژبې مشهور سندرغاړي استاد ګلزمان ته د "پښتو موسیقۍ د بابا" او د هزاره توکم سندرغاړي صفدر توکلي ته د "سلطان دنبوره" لقبونه ورکړل.
دغه وزارت وايي چې له دغه کار یې موخه د هېواد له تجربه لرونکو او پخواني سندرغاړو ملاتړ دی.
د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۰۷» د وزارت له لوري په دې مناسبت يوه ناسته هم جوړه شوې وه چې له سندرغاړو د ملاتړ په هدف اتو سندرغاړو او د موسیقۍ هنرمندانو ته د استادي لقبونه هم ورکړل شول.
ګلزمان او صفدر توکلي د افغانستان د موسيقۍ نوموتي څېرې دي چې خلکيې له غږونو او هنر سره ځانګړې مينه لري.
ګلزمان ۸۳ کاله وړاندې د خوست په چینو کلي کې زېږېدلی دی.
په اووه کلنۍ کې يې له موسیقۍ سره مينه پیدا شوه، په لومړيو کې یې دایره وهله، په کور او کلي کې بهیې د خلکو ترمنځ سندرې ویلې او په دې برخه کې يې د استادۍ لقب وګاټه، دی له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې سندرې وايي.
ښاغلی ګلزمان وايي: "ما په تېرو ۵۵ کلونو کې پښتو موسیقۍ ته زیات کار کړی، زیات شاګردان مې روزلي، په ډېرو نړیوالو نندارتونونو کې چې په اروپا او اسیا کې جوړ شوي وو ګډون مې کړی، زیاتې سندرې مې چمتو کړي، پښتو موسیقۍ ته مې زیات نوي شیان ورکړل او نوښتونه مې وکړل، مثلاً د حجرې او دېرې مجلسونه دغهشان مې پښتو فلمونو ته موسيقي چمتو کړې زیات کار مې کړی."
صفدر توکلي هم په هزارهګي سنتي موسیقۍ کې بېبدیله دی، له نیمې پېړۍ راهیسې یې د دنبورې له تار سره ګوتې اشنا دي، په دې الې باندې له زیات تمرکز وروسته ورته د "سلطان دنبورې" لقب ورکړل شو.
نوموړی په ۱۳۲۰ لمریز کال کې په بامیان ولایت کې زېږېدلی، ۱۶ کلن و چې له موسیقۍ سرهیې مينه پیدا شوه، همزولو ته بهیې زمزمه کوله.
ښاغلی توکلي وايي: "لومړی کس وم چې په ډېرو ستونزو سره په هغه وخت کې مې د دنبورې د زده کولو تمرین کاوه، ګواښل کېدم، سپکاوی راته کېده، دنبوره د لهمنځه تلو له ګواښ سره مخ وه، هېڅچا د دنبورې نوم نهشو اخیستلی، د هزارهجات په سیمه کې مې هغه وخت مقاومت وکړ، دنبوره مې له لاسه ورنهکړه، بالاخره زموږ خبره تر راډیو ولاړه، د راډیو له لارې مې کار ته دوام ورکړ."
ښاغلی توکلي زیاتوي چې په ۱۳۴۶ کال کې چې ۲۶ کلن و، په لومړي ځلیې راډیو افغانستان کې هزاره موسیقي وکړه، نوموړی اوس له ۴۰۰ زیاتې سندرې لري.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همدې ورځ له پخوانیو سندرغاړو او هنرمندانو د ملاتړ په موخه سندرغاړي، ظاهر باختري، سیتار غږوونکي عبدالمجید سپند، رباب غږوونکي حیاتالله ابدالي، سندرغاړي عبدالقیوم ناسع، رباب غږوونکي سردار محمد، طبله غږوونکي سمنګل او سندرغاړي طلا محمد تخاري ته د استادۍ لقبونه ورکړل.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال شیوای شرق ازادي راډیو ته وویل، هغو هنرمندانو ته چې د استادۍ لقبونه ورکړل شول، دوی خپلې د موسيقۍ الې چې ۵۰ کالهيې غږولي ملي موزیم ته وسپارلې او هلته ورته ځانګړی ځای په پام کې نیول شوی.
د افغانستان روانې جګړې د موسیقۍ نړۍ ته هم زیان اړولی، ان تر دې چې ځیني وختونهيې اورېدل هم حرام بلل شوي، هنرمندان هم ډېر ځله له ګواښونو سره مخ شوي، خو له دې ټولو سره سره بیا هم موسیقي په افغانستان کې لا هم ژوندۍ ده او له پالونکو يې نمانځانه کېږي.