فېس‌بوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړل

ارشیف

فېس‌بوک د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه بند کړي او د دې کار علت‌یې د کودتا ضد معترضانو پر وړاندې د پوځ ځپونکي اقدامات یاد کړي.

په میانمار، پخوانۍ برما کې کړکېچ وروسته له هغه پیل شو چې پوځ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او د حکومت مشره انګ سان سوچي او د هغې د ګوند د مشرتابه ډېری غړي یې ونیول.

د فېس‌بوک د دې اقدام په اساس د میانمار د پوځ ټول اړوند حسابونه هم پر فېس‌بوک او هم پر انستاګرام له اوسه بند شوي. د فېس‌بوک ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې د میانمار د کودتا له پیله ټول جریانات چې مرګونی تاوتریخوالی هم په‌کې دی، د دې بندیز باعث شول.