په ارزګان کې د ورا یو موټر په سیند کې بند پاته شوی چې له کبلهیې پهکې سپاره ۱۰ تنه مړه شوي دي.
د ارزګان د والي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه موټر په ګېزاب ولسوالۍ کې تېره ورځ هغه مهال اوبو کې بند شو چې د هلمند له سينده تېرېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د موټر ماشین بخار کړی و او تر هغو چې خلک د مرستو لپاره ور رسېدل، پهکې سپاره څلور ماشومان او ۶ ښځې مړه شوي ول.
تر اوسه معلومه نهده چې د موټر دننه کسانو د اکسیجن د کموالي او که موټر ته د اوبو د ورننوتو له کبله ساه ورکړې ده.
موټر چلوونکی له دې پېښې ژوندی وتلی دی.