ناټو یو ځل بیا وویل چې افغانستان کې باید تاوتریخوالی ودرېږي چې سولې ته لاره هواره شي.
ناټو پر خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، د ملګرو ملتونو وروستی راپور څرګندوي چې د افغانستان د دولت ضد مخالفان د ډېرې ملکي مرګ ژوبلې عاملان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما خپل کلني راپور کې وویل چې ۲۰۲۰ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې ۶۲ سلنه عاملان وسله وال مخالفان وو.
دوی دې کال کې د ۴۵ سلنې مرګ ژوبلې نسبت طالبانو، ۸ فیصده داعش او ۹ سلنې نسبت نورو دولت ضد کړیو ته کړی دی.
د افغانستان دولت وایي، طالبان تر دې هم زیات ملامت دي، خو طالبانو بیا د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز بللی دی.