د پښتو ژبې نومیالی شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغانی ومړ

ارشیف، عکس تئزيني بڼه لري

د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال عبدالرحیم روغاني له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۱ کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

عبدالرحیم روغاني د پښتو په اوسنیو شاعرانو کې یو له هغو وو چې زیاتې قطعې یې لیکلې دي.

روغاني لومړنۍ زده کړې په خپله سیمه سوات کې کړې وې او وروسته یې په پښتو ژبه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې مخته یوړې.

د روغاني په شاعري‌ کې ولسي رنګ زیات دی ځکه خو یې ډېر شعرونه مشهورو سندرغاړو هارون باچا، سردار علي ټکر او نورو له موسیقۍ سره ویلي دي.

له نوموړي ګڼ شعري او نثري اثار پاتې دي چې ( نوې نغمه، ځوریدلي احساسات، سندریز احساس، د رڼا څاڅکي) یې شعري ټولګې او ( کوربانه خیالونه او خود غرض) یې نثري کتابونه دي.