د ازادي راډیو موندنې؛ د ازبکستان ولسمشر ته په پټه یو تفریحي ځای جوړ شوی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف

د ازادي راډیو د یوه څېړنیز راپور موندنې ښیي چې د ازبکستان یوې دولتي کمپنۍ په پټه د دې هېواد ولسمشر شوکت میرضیایف ته یو غرنی عصري تفریحي ځای جوړ کړی دی.

دغه څېړنه چې د ازادي راډیو د ازبکستان څانګې ترسره کړې او موندنې یې نن خپرې شوي، له چارواکو، د سیمې اوسېدونکو او هغو ساختماني کارګرانو سره چې د دغه عصري کمپلېکس په جوړولو کې یې مرسته کړې ده، د مرکو په اساس ترسره کړې ده.

دغه استراحت ځای د ازبکستان په لوېدیځ تین شان غرنۍ سیمه کې د یونېسکو له‌خوا یوې خوندي سیمې ته نږدې جوړ شوی دی.

یو شمېر سرچینو پر دغه استراحت ځای د مصرف شویو پیسو اندازه سوونه ملیونه ډالره ښودلې.

ویل شوي چې د دغه کمپلېکس پر پلان د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ د میاشتې له لومړیو یعنې دوه میاشتې وروسته تر دې چې میرضیایف قدرت په لاس کې واخلي، کار پیل شوی و.