واشنګټن: له طالبانو سره پر شوې موافقې بیا کتنه نه‌ده بشپړه شوې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک غونډه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه له طالبانو سره د دې هېواد پر شوې موافقې له سره کتنه نه‌ده بشپړه شوې.

د دې وزارت ویاند نډ پرایس پرون دوشنبې په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وویل، تر ټولو غوره لاره همدا ده چې ټول اړخونه هغه ژمنې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په تړون او د امریکا او افغانستان ترمنځ ګډه اعلامیه کې یې یادونه شوې، په بشپړه توګه عملي کړي.

ښاغلي پرایس دغه‌راز په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه وبلله.

دی زیاتوي: "له ما مو په تېرو ورځو کې اورېدلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو تر حده زیاته شوې. ځینو نښو چې ښایي دغه تاوتریخوالی لازیات شي، هم اندېښمن کړي یو. د افغانستان خلک سوله غواړي او د سولې مستحق هم دي."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې له طالبانو سره پر شوي تړون له سره غور ځکه کوي چې دې ډلې خپلې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي.

د بایډن اداره دغه‌راز د دغه تړون له مخې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پر وروستۍ نېټې چې د مې میاشت ټاکل شوې هم له سره غور کوي، خو طالبانو ګواښ کړی چې که په خپل وخت نړیوال ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، نو ښایي پرې حملې له سره پیل کړي.

د تېر کال د فبرورۍ له ۲۹مې راهیسې چې دغه تړون لاسلیک شوی، طالبانو په نږدې یوه کال کې پر دغو ځواکونو له حملو ډډه کړې ده.