لوګر چارواکي: حصارک سیمه کې ۴ پاڅون وال وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د لوګر ولایت

د لوګر په مرکز پل علم کې ۴ پاڅونوال وژل شوي یو یې ټپي او دوه لا درکه دي.

د لوګر امنیه قوماندان فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولایت د مرکز پل علم اړوند په حصارک سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سیمه ییزو پاڅون کوونکو پر یوه پوسته برید شوی چې په ترڅ کې یې ۴ تنه وژل شوي دي او یو بل یې ټپي شوی دی.

ښاغلی غیرت وایي، په پوسته کې د دوو هغو سرتېرو مالومات لا هم نشته چې ایا وسله والو طالبانو ژوندي نیولي او که د دوی نفوذي کسان وو؟

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، برید دوی کړی چې په پایله کې یې یوه پوسته له منځه وړې، نهه پاڅون کوونکي یې وژلي او د دوی وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په لوګر کې افغان سرتېرو ته له نفوذي کسانو او د وسله والو طالبانو له مخامخ جګړو مرګ ژوبله وړ اوړي، بلکې له دې وړاندې هم ورته څو پېښې شوي چې مرګ ژوبله یې هم له ځان سره درلوده.