اشرف غني: د تاوتریخوالي وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې مرګونې سیستماتیکه حمله ده

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، زموږ د خلکو، مدني فعالانو او مدني ټولنو، بزګرو او سوداګرو په وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ څپه زموږ پر ټولنې مرګونې سیستماتیکه حمله ده.

اشرف غني دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۴۶ غونډې ته په وینا کې چې د جمهوري ریاست په وېب‌پاڼه کې خپره شوې، کړې دي.

ښاغلي غني ویلي، هدفي وژنې زموږ پر سړو او ښځو چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د بدلې شوې ټولنې استازیتوب کوي، یو مستقیم بربنډ ګوزار دی.

اشرف غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې په دې وروستیو کې هدفي وژنې او چاودنې چې چارواکي یې د طالبانو کار بولي زیاتې شوې دي، خو طالبان په دغو چاودنو کې خپل لاس لرل ردوي.