د پاکستان شمال لوېدیځ کې د یوې غیر دولتي مؤسسې څلور ښځینه کارکوونکې ووژل شوې

ارشیف، پاکستاني پولیس

مشکوکو وسله‌والو د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر یوه موټر چې د یوې غیر دولتي مؤسسې څلور ښځینه فعالانې په‌کې سپرې وې ډزې کړي، څلور واړه‌یې وژلي او د هغوی ډرېور یې ټپي کړی دی.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع‌الله ګند پور ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن دوشنبې د میر علي ښارګوتي په ایپي کلي کې رامنځته شوې ده.

د سیمې د پولیسو مشر شفیع‌الله خان هم دغه حمله تأیید کړې او ويلي چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او هڅې کوي چې هغه حمله کوونکي چې نږدې غرونو ته په تېښته بریالي شوي، پیدا کړي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

چارواکو ویلي چې د پېښې قربانیانې د سباوون مرستندویه ټولنې کارکوونکې وې. دا ټولنه له هغو ښځو سره چې غواړي له خپلو کورونو د سوداګرۍ چارې مخ ته یوسي، په روزلو کې مرسته کوي او هم هغوی له خپلو حقونو خبروي.