حمدالله محب: طالبان دې د ښوونځیو او علمي مرکزونو له ورانولو لاس واخلي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له طالبانو غوښتي چې د ښوونځیو او علمي مرکزونو له ورانولو لاس واخلي څو د ده په خبره افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

حمدالله محب دا خبرې د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل فېس‌بوک کې په یوه پیغام کې کړې دي.

ښاغلي محب زیاته کړې: "‏د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول‌یې په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده."

طالبانو د ښاغلي محب د دغو څرګندونو او تورونو په ځواب کې څه نه‌دي ویلي.

د فبروري ۲۱مه د ملګرو ملتونو سازمان له‌خوا د فرهنګي او ژبني تنوع د پياوړتیا په هدف د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځ په نوم یاده شوې ده.

په افغانستان کې هم د دې ورځې په مناسبت په مورنۍ ژبه د تدریس د زیاتېدو کمپاینونه شوي دي.

افغانستان کې خلک څه باندې ۳۰ ژبو باندې خبرې کوي چې له ډلې یې پښتو او دري رسمي دولتي ژبې دي او پاتې نورې بیا په خپلو سیمو کې درېیمې رسمي ژبې یادېږي.

په ټوله نړۍ کې بیا خلک په شپږ نیمو زرو ژبو غږېږي.