کابل ښار کې یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور ټپیان دي

ارشیف، په کابل کې پر یوه رنجر چاودنه

په کابل ښار کې نن مازیګر یوې چاودنې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته په یوه لنډ پیغام کې ویلي چې چاودنه د څلورمې ناحیې اړوند برکي څلور لارې ته نږدې په یوه رنجر موټر باندې شوې ده.

د فرامرز په خبره د رنجر چلوونکی او یو بل ماشوم وژل شوي او په ټپیانو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي.

کابل کې تېره ورځ هم لږ تر لږه د څلورو ماین چاودنو راپور ورکړل شو چې په‌کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شول.

که څه هم څوک د دې ماین چاودنو مسؤلیت په غاړه نه‌اخلي، خو افغان حکومت وايي چې د طالبانو وسله‌وال په تېره بیا حقاني شبکه په ښارونو کې مقناطیسي ماین چاودنې ترسره کوي.