د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافايل ګروسي په تهران کې د ايران د اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي سره لیدلي دي.
ګروسي داسې وخت ایران ته تللی چې تهران خبرداری ورکړی و که ورباندې د امریکا بندیزونه لیرې نهشول، نو د فبرورۍ تر ۲۳مې وروسته اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې لهخوا څارنه محدودوي.
ایران ويلي چې د نړیوالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵م کال کې د شوي تړون په اساس به د شفافيت هغه رضاکارانه اقدامات هم ودروي چې له مخې يې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې څارونکي اټمي تأسیساتو ته ورتلی شي.
د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې تېره اوونۍ ويلي ول چې تهران ته د رافايل ګروسي د دې سفر هدف په ایران کې د اټمي هلو ځلو د لازمې کره کتنې د عمل په لړ کې له ایران سره یو تفاهم ته رسېدل دي.
بلخوا ایران ويلي دي چې د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې سره به اړیکې نهپرېږدي او نه به د دغه ادارې څارونکي له هېواده وباسي.
اخوا تهران ته د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر او پلاوي له سفر سره په یوه وخت ګڼ کسان د ایران اټمي انرژۍ د سازمان مخته په لاریون وتلي او له ایرانه د نړیوالو څارونکو وتل غواړي.
په لاریونوالو کې د پارلمان غړي هم شامل دي چې حکومت اټمي فعالیتونو ته هڅوي.