نامعلومو وسله‌والو د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ یو قومي مشر وواژه

ارشیف، کندهار کې افغان پولیس

د خان محمد نورزي په نوم د پنجوایي ولسوالۍ قومي مشر نن سهار د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د وسله‌والو موټرسایکل سپرو په برید کې وژل شوی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی پېښه تأییدوي، خو نور جزئیات نه‌ورکوي.

بل‌خوا د کندهار د ولایتي شورا غړی حاجي محمد نادر ازادي رادیو ته ویلي چې وژل شوی خان محمد د پنجوایي د سپیروان کلي اوسېدونکی او قومي مشر وو.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.