د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د داعش او حقاني شبکې یوه ګډه پنځه کسیزه ډلهیې نیولې ده.
دغه ریاست نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د داعش او حقاني دغو ترهګرو په ښاري سیمو باندې د راکټي بریدونو د ترسراوي اسانچاري کوله.
په اعلامیه کې د دغې ډلې د څو بریدونو یادونه شوې له هغې ډلې د مزاري د یادښت په مراسمو، د بګرام په هوايي ډګر او د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر راکټي بریدونه.
دا کسان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د کابل ښار له ۱۷مې ناحیې نیول شوي دي.