پاکستان له ایران سره پر ۴۰ سلنه پوله د ازغن سیم او کټارې لګول بشپړ کړل

ارشیف، د ایران او پاکستان ترمنځ پوله

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې له ایران سره په پوله کې یې ۴۰ سلنه ازغن سیم او کټاره بشپړه کړې ده.

شېخ رشید احمد پرون (شنبه) وویل، د راتلونکي کال تر ژمي پورې به له ایران سره د پاکستان په ټوله پوله کې ازغن سیم تېر شي.

پاکستان د روان لمریز کال په پسرلي کې د ایران په پوله کې د ازغن سیم د نصبولو کار پیل کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا هم وویل چې له ایرانه پرته له افغانستانه سره‌یې هم پر ډیورند کرښه تر ډېره ازغن سیم لګولی دی.