د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي تهران ته رسېدلی دی.
ایراني رسنیو ویلي چې ګروسي به د دغه سفر پر مهال د ایران د ملکي اټمي انرژۍ له مشر علي اکبر صالحي او د اټمي انرژۍ نړیوالې اداره کې د ایران له استازي کاظم غریب ابادي سره وګوري.
دا سفر داسې مهال کېږي چې ایران ویلي، که پر دوی بندیزونه لیرې نهشي، هېواد بهیې اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې لنډمهاله پلټنه او څارنه بنده کړي.
د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړونه ووت او پر دغه هېواد یې بېرته اقتصادي بندیزونه ولګول.
د امریکا اوسنۍ اداره دغه تړون ته د بېرته ورګرځېدو د لارو چارو په ارزونه بوخته ده.