د کابل پولیسو له وسلو او مهماتو ډک یو بار وړونکی موټر نیولی

کشف او ضبط شوې وسلې

د کابل پولیس وایي، د دغه ښار په ختیځه دروازه کې یې هغه بار وړونکی موټر نیولی چې له وسلو او مهماتو ډک و.

د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه موټر کې چې پرون دوی ته په لاس ورغلی، ۲۰۰ میله بېلابېلې وسلې او د ځانمرګو واسکټونو ساچمې ځای پر ځای شوې وې.

خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه موټر له پاکستانه په قاچاقي ډول د ننګرهار له لارې د کابل تر دروازې رارسېدلی دی.

پولیسو په همدې تړاو د نیول شوي موټر او په‌کې د بار وسلو انځورونه هم رسنیو ته لېږلي او زیاته کړې ده چې په دې قضیه کې یې د لاس لرلو په تور درې کسان نیولي دي.