عبدالله او بلېنکن په افغانستان کې د امریکا د تګلارې پر بیا کتنې بحث وکړ

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، په دغو پرونیو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د تګلارې د بیا کتنې په اړه بحث وشو.

د پرایس په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې له یوه پیاوړي سیاسي جوړجاړي او دایمي هر اړخیز اوربند نه ملاتړ څرګند کړ.

د دغو خبرو نور جزئیات تر اوسه نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌دي ویل شوي چې دواړو لورو، د امریکا او طالبانو د هوکړې په اړه څه ویلي دي.

بلېنکن د هغو امریکایي چارواکو له ډلې دی چې د دوحې تړون د بیا ارزونې غوښتنه‌یې کړې ده.