د میانمار پولیسو ٢ معترضان وژلي

ارش

د میانمار کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د پوځي کودتا ضد معترضانو څخه دوه کسان نن د پولیسو په ډزو لګېدلي او مړه شوي دي.

د میانمار- پخوانۍ برما د دوهم لوی ښار مندلای، د رضاکارو بېړنیو خدمتونو د مرکز مشر ویلي، چې پر اعتراض کوونکو د پولیسو له ډزو وروسته دوه کسان مړه شوي او شاوخوا دېرش نور ټپیان دي.

سرچینې ویلي دي، چې اکثر ټپیان په مرمیو لګېدلي.

د راپورونو له مخې د یوشمېر ټپیانو حالت نازک دی.

د دې مرکز مشر زیاتوي چې په مړو کسانو کې یو ځوان هلک هم و، چې پر سر په مرمۍ لګېدلی و.

د برما پوځ د فبروري په لومړۍ نېټه کودتا وکړه او له هغه وروسته تردې دمه د دې هېواد په ډېرو ښارونو کې د پوځي حکومت ضد اعتراضونه روان دي.