د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي، د ښار جوړونې وزارت دوه چارواکي او لس کارکوونکي د اختلاس او ناوړه استفادې په تور نیول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ویاند طارق آرین پرون پر ټویټر ولیکل، چې د درنو جرمونو پرضد د مبارزې پولیسو د ښار جوړونې وزارت مالي او اداري رییس او همداراز د تدارکاتو رییس نن ونیول.
ښاغلی آرین زیاتوي، چې د کشفي تحقیقاتو په اساس دې کسانو د حکومت میلیونونه افغانۍ ضایع کړې دي.
اداري فساد لاهم د افغانستان د حکومت لپاره یو له لویو ننګونو څخه دی.