داوودزی له پاکستانه غواړي چې طالبان اوربند ته وهڅوي

ارشیف، وسله وال طالبان

د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی له پاکستان څخه غواړي چې طالبان اوربند او د سولې د خبرو بیا پیل ته وهڅوي.

محمدعمر داوودزي نن شنبه (د کب ۲مه) له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا غوښتنه به د راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال له چارواکو سره هم شریکه کړي.

ښاغلی داوودزی د را روانې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د حکومت په بلنه د درې ورځني سفر په مخه اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان لپاره د افغان حکومت ځانګړی استازی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي.

افغان حکومت پر طالبانو تور لګوي چې د سولې مذاکرات یې ځنډولي خو طالبان وايي چې د سولې په خبرو کې ځنډ عادي خبره ده.