په ١٣٩٩ مالي کال کې د بدخشان مستوفيت مالياتي عوايد د ماليې وزارت د ورکړل شوي پروګرام پرتله ٦سلنه زياتوالى ښيي.
د بدخشان مستوفي محمد مقصود اصفيا نن شنبه (د کب ۲مه) ازادي راډیو ته وويل چې د بدخشان مستوفيت ته په ١٣٩٩ مالي کال کې د ماليې وزارت له خوا د عوايدو د راټولولو له پلوه څه د پاسه ٢٣٣ ميليونه افغانۍ هدف ټاکل شوى و چې دغه اداره بریالۍ شوه ٢٤٨ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي چې د ماليې وزارت د ورکړل شوي هدف په نسبت څه د پاسه ٦سلنه زياتوالى ښيي.
نوموړي وویل، د موسسو ، مخابراتو ، ټرانسپورټ او د دولت د کارکوونکو د تقاعد د مالياتي عوايدو له مرکزي کېدو سره- سره د بدخشان مستوفيت بريالى شوى، څو د منظمو او شفافو مالياتي سيستمونو په جوړولو او د اساسي پروګرامونو پر تطبيقولو سره د دغه ولايت عوايد څه د پاسه ٢٤٨ ميليونو افغانيو ته ورسوي.
د بدخشان مستوفي وايي، د بدخشان په کچه عايداتي سرچينې ډېرې محدودې دي، خو د کانونو له پلوه چې دغه ولايت د سرو زرو، لاجوردو، بېروجو او نورو قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو په ګډون تر ځمکې لاندې زياتې زېرمې لري.
د دده په خبره د کانونو په برخه کې هېڅ راز قرارداد نه دی شوی چې موږ وکولاى شو د هېواد د نافذو قوانينو له مخې ورڅخه ماليه واخلو.