کابل پولیس: چاودنو ۴ تنه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

ارشیف، په یوه چاودنه کې ویجاړ شوی ګاډی

د کابل امنیه قومانداني په کابل ښار کې په نننیو چاودنو کې د لږ تر لږه څلورو کسانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، دوه کسان وروسته له هغه ووژل شول چې پر موټر یې په پروان مېنه کې ماین چاودنه وشوه.

د ده په وینا د درېیمې ناحیې په پل وحدت سیمه کې دې ته په ورته دوو نورو چاودنو کې هم دوه کسان ووژل شول او پر دارالامان واټ درېیمې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل.

فرامرز زیاته کړه چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي: "د کابل ګډ امنیتي ټیم د درې واړو پېښو په اړه څېړنه کوي. د تروریستانو او د هغو د تخریبي اعمالو پر ضد به زموږ جدي مبارزه روانه وي. د کابل امنیتي ټیم په تېرو دوو ساعتونو کې د شپږو ماینونو د چاودنو مخه نیولې ده."

د دې چاودنو مسوولیت د نورو هغو په څېر تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.