د بشري حقونو افغان کمېسیون: تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې په خپل ټوېټر لیکلي "تاوتریخوالی بند کړئ او خبرو ته راوګرځئ"

شهرزاد اکبر پرون جمعه (د کب ۱مه) پرته له دې چې د افغان دولت او طالبانو نوم یاد کړي په خپل ټویټ کې زیاته کړې چې د ناټو او امریکا پرېکړو ته له پام پرته دواړه خواوې د جګړې د ختمولو لپاره د افغانانو پر وړاندې لوی مسوولیت لري.

اغلې شهرزاد اکبر زیاته کړې، دا جګړه افغانستان ته ډېره ګرانه تمامه شوې باید له هرې شېبې او هرې ورځې د ګډې حل لارې د موندلو لپاره استفاده وشي.

د افغانستان د دولت مذاکراتي ټيم د جنورۍ له اتمې په دوحه کې دی، خو له څو مقدماتي ناستو پرته له طالبانو سره خبرې ځنډېدلي.

تازه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ 'سنټکام' مشر جنرال کېنیت مککېنزي ویلي طالبانو په ښکاره تاوتریخوالی زیات کړی.