محقق: د سولې خبرو د دوام برخه کې طالب پلاوی هېڅ لېوالتیا نه لري

په امنیتي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمدمحقق

په امنیتي چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد محقق وايي چې په بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي تر اوسه د سولې د خبرو د دوام په برخه کې د طالبانو هېڅ راز لېوالتیا نه ده لیدلې.

ښاغلي محقق په دې اړه نن جمعه (د کب ۱مه) له ازادي راډیو سره خبرې وکړې.

محمد محقق زیاته کړه: "اوضاع ډېره روښانه نه راته ښکاري. د دولت مرکچي پلاوی دوه ځلي دوحې ته ولاړ، یو ځل درې میاشتې او بل ځل څه باندې یوه میاشت هلته پاتې شو، خو د طالبانو له خوا مذاکراتو ته هېڅ راز لېوالتیا ونه لیدل شوه."

له یوې میاشتې ډېره موده تېرېږي چې قطر کې د بین الافغاني خبرو دوهمه مرحله په ټپه ولاړه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم ویلي چې په مذاکراتو کې ځنډ یوه عادي خبره ده.