واشنګټن: د اټمي موافقې په اړه تهران سره خبرو ته چمتو یو

ارشیف، د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

واشنګټن له ایران سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د یوه اقدام په ترڅ کې ویلي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې په اړه له تهران سره خبرو ته چمتو دی.

سپینې ماڼۍ پرون پنجشنبې (د سلواغې ۳۰مه) همداراز د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم خبر ورکړ چې د هغو مېکانېزمونو طرحې یې فسخ کړي دي چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې په سېپټمبر میاشت کې وړاندیز کړی وو او ټینګار یې کاوه چې د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو ټول پخواني بندیزونه باید له سره ولګول شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر ریچارډ مېلز په یوه لیک کې ویلي، هغه بندیزونه چې باید په اګسټ میاشت کې بیا لګول شوي وای، لغو شوي.

وروستي اقدامات د واشنګټن او تهران په اړیکو کې د بدلون ښکارندويي کوي.