ناسا: فضايي بېړۍپه بریالیتوب سره د مریخ پر غولي کېناسته

د امریکا د فضايي تحقیقاتو اداره ناسا وايي، مریخ ته استول شوې فضايي بېړۍ یې په بریالیتوب سره د سرې سیارې په یوه لویه کنده کې ناسته ده.

دا بېړۍ د ناسا له خوا په استول شویو بېړیو کې تر ټولو لویه او په پرمختللو وسایلو سمبال واسطه ده چې شپږ ټایرونه لري او د اوو میاشتو په اوږدو کې له ۴۷۰ میلیونه کیلومتره مزل وروسته پرون د فبروري په اتلسمه د مریخ پر غولي کېناسته.

ناسا د اروپا له فضايي ادارې سره ګډ کار کوي، څو له مریخه ځمکې ته تیږې راوړي او دې پوښتنې ته ځواب ومومي چې ایا په مریخ کې کوم وخت ژوند و؟