امریکا، جرمني، فرانسه او بریتانیا: ایران دې اټمي هوکړې ته راستون شي

ارشیف

د امریکا، جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو پر ایران غږ کړی چې د ۲۰۱۵میلادي کال اټمي موافقې ته راستون شي.

دوی له پرونۍ(پنجشنبه-د سلواغې ۳۰مه) انلاین غونډې وروسته په یوه ګډ بیان کې وویل دا څلور هېوادونه د ایران د دې خطرناک اقدام پر وړاندې چې خپلو اټمي بټیو ته د اټمي انرژۍ د څار د نړیوالې ادارې پر پلټنو محدودیت لګوي په یوه خوله دي.

په بیان کې له ایرانه غوښتنه شوې چې د دې خطرناک اقدام پر عواقبو غور وکړي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال موافقه چې تهران له دې څلورو لویدیځو قدرتونو، روسیې او چین سره لاسلیک کړې ،له ایرانه غواړي چې خپل اټمي پروګرام د نړیوالو له خوا د لګېدلو بندیزونو د فسخ کولو په بدل کې محدود کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له دې تړونه د خپل هېواد وتل اعلان کړل او پر ایران یې نور اضافي بندیزونه ولګول.

ټرمپ ویل چې د دې موافقې مواد هومره سخت نه دي چې په نتیجه کې به یې ایران د اټمي وسلې له جوړولو لاس اخېستو ته اړ شي.

د دې تړون نور لاسلیک کوونکي هېوادونه له همغه راهیسې د دې تړون د خوندي کولو لپاره هڅه کوي او ایران هم د امریکا له وتلو وروسته د دې تړون له موادو په وار- وار سرغړونې کړې دي.