د دوبۍ نندارتون کې افغاني کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي

ارشیف، د افغانستان زعفران

په پام کې ده چې د افغانستان یو شمېر کرنیز محصولات راتلونکي اوونۍ د یکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ګلف فوډ په نوم یو نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي.

د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې 'USAID' په یوه بیان کې ویلي چې د کرنې د برخې ۲۹ تنه متشبثین به د دې ادارې په مرسته د افغانستان وچې مېوې، زعفران، ګبین او جوس په دې نندارتون کې وړاندې کړي.

په افغانستان کې د 'USAID' مشرې تینا دولي جونز وايي، د نړۍ په مهمو بازارونو کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو خرڅلاو به د افغان کروندګرو او د هغوی د کورنیو عواید زیات کړي، د دې هېواد ښځو او نارینه وو ته به د کار فرصتونه رامنځ ته کړي او د افغانستان له تجارتي انډول سره به مرسته وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې افغان کروندګرو په پروسږن نندارتون کې د څه باندې شپېته میلیون ډالرو په ارزښت تجارتي قراردادونه لاسلیک کړي وو.